په غور کې د روغتیايي کلینیک امبولانس له ۶ تنو سره تښتول شوی

افغان چارواکي وايي، وسله‎والو طالبانو په غور ولایت کې د لعل ولسوالۍ د روغتیايي کلینیک امبولانس له شپږ تنو سره تښتولی دی.

په تښتول شویو کسانو کې د امبولانس د ډرېور او د یو روغتیايي کارکوونکي په ګډون ۴ محصلین وو چې درې یې نجونې وې.

د غور ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر جمعه ګل ازادي راډیو ته وویل:

"دا کسان هغه مهال د دولتیار ولسوالۍ کې د لارې په اوږدو کې تښتول شوي چې غوښتل‌یې د لعل ولسوالۍ ته سفر وکړي. دا چې چا تښتولي او چېرې یې تښتولي په اړه‌یې معلومات نه‎لرو."

د یعقوبي په وینا تر اوسه پورې د دې کسانو د خوشې کېدو لپاره د سیمه‎ییزو مشرانو هڅو نتیجه نه‎ده ورکړې او تښتول شوي کسان د مرکز شمال لوري ته انتقال شوي دي.

د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي دا خبر تأیید کړی دی او وايي، په امبولانس کې سپاره څلور تنه محصلین وو چې غوښتل‌یې لعل ولسوالۍ ته سفر وکړي چې درې یې نجونې او یو سړی دی.

نظامي وايي، دا کسان د طالبانو له‎خوا تښتول شوي دي او د مرغاب ولسوالۍ په لور وړل شوي چې تر اوسه‌یې د برخلیک په اړه نه‌پوهېږي.