کُردي امنیتي ځواکونو اربیل کې ځیني وسله‌وال وژلي

کُردي امنیتي ځواکونو هغه وسله‎وال وژلي چې د اربیل په ښار کې پر حکومتي ودانیو برید کړی و او دغلته‌یې محاصره پای ته رسولې ده.

عراقي رسنیو ویلي دي، درې واړه بریدګر وژل شوي دي.

پرون دوشنبه سهار هغه مهال د وسله‎والو کسانو او ځايي امنیتي مأمورینو ترمنځ جګړه ونښته چې بریدګرو په اربیل کې د کُردستان د سیمه‎ییز حکومت پر ودانۍ برید وکړ.

ویل کېږي چې لږ تر لږه یو بریدګر د ودانۍ دننه ځان وژونکی برید کړی دی.

نورو وسله‎والو په ودانۍ کې خلک یرغمل نیولي وو.

راپورونه وايي چې یو یرغمل شوی سخت ټپي دی.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت نه‎دی منلی، خو کُردي چارواکو شک څرګند کړی چې ښايي بریدګر د داعش له وسله‎والې ډلې سره تړاو ولري.