نېکلسن او ووټل په افغانستان کې د امریکا ستراتېژي بریالۍ وبلله

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن او د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل نن په یوه خبري غونډه کې په افغانستان کې د امریکا ستراتېژي بریالۍ وبلله.

دواړو امریکايي قوماندانانو په کابل کې خبریالانو ته په خبرو کې ټینګار وکړ چې دا پلان کار ورکوي، خو په عین حال کې یې په افغانستان کې د داعش وسله‌والې ډلې پر پیاوړتیا اندېښنه څرګنده کړه.

امریکايي قوماندانان افغانستان کې د داعش ډلې پر پیاوړتیا په داسې حال کې اندېښنه څرګندوي چې دې ډلې پرون هم په کابل کې هوايي ډګر ته نږدې د یوه خونړي برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

دواړو لوړپوړو امریکايي قوماندانانو په خبري غونډه کې افغانستان ته د ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ستنېدو هرکلی وکړ او هیله‌یې څرګنده کړه چې د نوموړي په راستنېدو سره به د افغانستان په شمال کې امنیتي وضعيت بهتر شي.

دواړو امریکايي قوماندانانو پر پاکستان یو وار بیا ټینګار وکړ چې د سیمې د سولې لپاره دې نور اقدامات وکړي.

اخوا له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جوزف ووټل سره په یوه کتنه کې د ټاکنو د امنیت، د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او لا پیاوړتیا او له ترورېزم سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړې.