مسعود اوزېل: د جرمني د فوټبال په ملي لوبډله کې نور نه‌لوبېږم

د جرمني د فوټبال نامتو او مشهور لوبغاړي مسعود اوزېل د هغه څه له امله چې دی یې نسلي تعصب بولي، نور د جرمني د فوټبال په ملي لوبډله کې د نه‌لوبېدو اعلان وکړ.

اوزېل ترکي‌الاصله جرمنی دی چې له اوږدې مودې راهیسې د جرمني د فوټبال په ملي لوبډله کې لوبېږي.

نوموړي په ټویټر خپره شوې وېډیو کې ویلي دي چې د روان کال د مې په میاشت کې د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره له لیدو وروسته له ده سره توپیري چلند کېږي.

تر دې چې په تېر نړیوال جام کې د ټول ټیم پر ځای یوازې ده ته د انتقاد ګوته نیول کېږي.