د شمال ختیځ زون د فوټبال د کلبونو ترمنځ سیالۍ پیل شوې

د افغانستان په کچه د فوټبال د کلبونو د سیالیو په لړ کې د شمال ختیځ زون د فوټبال د کلبونو ترمنځ سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې دغه سیالۍ تېره ورځ ناوخته د تخار ولایت په تالقان ښار کې پیل شوې چې د تخار، بدخشان، کندز او بغلان لوبډلې په‎کې برخه لري.

د فوټبال فدراسیون مطبوعاتي مرستیال شمس امیني ازادي راډيوته وویل چې د دغه سیالیو په لومړیو لوبو کې د تخار لوبډلې بدخشان لوبډلې ته ۷ د یو په وړاندې او کندز لوبډلې د بغلان لوبډلې ته ۳ د ۱ په وړاندې ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې د دې سیالیو په پای کې به د هر زون لپاره غوره لوبډله انتخاب او په راتلونکي کې به‌يې ترمنځ په مرکز کابل کې سیالۍ ترسره شي.