د فوټبال افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه تاجکستان ته وبایلله

د افغانستان له ۱۵ کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د فوټبال په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه تاجکستان لوبډلې ته وبایلله.

دغه لوبه چې تېره شپه د ازبکستان په مرکز تاشکند کې وشوه، درې د صفر په وړاندې د تاجکستان په بریا پای ته ورسېده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند سید علي کاظمي نن ازادي راډيو ته وویل چې سبا شپه به د دغه سیالیو په لړ کې افغان لوبډله د قرغزستان د فوټبال لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوې او ټاکل شوې چې د روانې جولای میاشتې په ۳۱مه پای ته ورسېږي.

د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو لوبډلې تېر کال د دغه سیالیو اتلولي ترلاسه کړې وه.

د مسؤلینو په وینا افغان لوبغاړي هڅه کوي چې سږ کال هم د دغه سیالیو اتلولي خپله کړي.

د یادولو وړ ده چې څو ورځې مخکې د افغانستان د ۱۶ کلنو لوبډلې په همدې معيار سيالیو کې دوهم مقام خپل کړی و.