د غزني امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې اته غړي وژل شوي دي.
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو امر احمد خان سیرت د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه جنګیالي یې د یادې ولسوالۍ په صدو تنګي سیمه کې په هوايي برید کې وژلي دي.
سیرت زیاته کړه:
"په دغه ولسولۍ کې داعشوالو د زدهکړې یو مرکز فعاله کړی و چې تېره شپه شااوخوا څلور بجې افغان هوايي ځواکونو بمبار کړ چې د مولوي صدو په نوم د یوه سرګروپ په ګډونیې اته تنه ووژل."
داعش ډلې تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.
اخوا دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په ناوې ولسوالۍ کې یې ۱۵ تنه ترهګر نیولي دي.
دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې همدارنګه زیاته کړې چې د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې یې د پاکستاني طالبانو د تحریک دوه غړي وژلي او د غور په دولینه ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال پنځه تنه له وسلو او وسایطو سره نیولي دي.