د افغان حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله افغانستان ته د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له راستنېدنې هرکلی وکړ.
عبدالله عبدالله نن دوشنبه د وزیرانو شورا له غونډې دمخه رسنیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې د ښاغلي دوستم راتګ به له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.
ښاغلي عبدالله وویل:
"هېواد ته د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له راتلو هرکلی کوم، ښه راغلاست ورته وایم، انشاءالله چې راتګیې د ملي وحدت د استحکام او په هېواد کې د سولې او ثبات له ټينګښت سره مرسته وکړي."
جنرال دوستم د یکشنبې په مازیګر له انقرې کابل ته راغی چې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د اوسنیو او پخوانیو لوړپوړو حکومتي چارواکو او د خپلو سلګونه پلویانو له تود هرکلي سره مخ شو.
ښاغلي دوستم د ده د راستنېدنې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، د ملي وحدت حکومت د سولې له هڅو ملاتړ کوي.
نوموړي د سولې په برخه کې هڅې د حکومت له مهمو لومړیتوبونو وبللې.
عبدالرشید دوستم چې تر ۱۴ میاشتو وروسته له ترکیې افغانستان ته راستون شو، دغهشان په خپله وینا کې د افغانستان په شمالي ولایتونو جوزجان، فاریاب، سمنګان، سرپل او نورو سیمو کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې ټولې مواصلاتي لارې، دولتي او غیر دولتي ادارې چې د نظامالدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون یې تړلي، بېرته پرانیزي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د دوستم راتګ به یوازې د ده پلویان ارام کړي او تمه دا نهکېږي چې د ټول هېواد د سولې او ثبات لپاره دې اغېزمن وي.
د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی وايي:
"په شمال کې لاریونونه به د ده په راتګ سره ودرېږي او خلک به ارام شي او سیمه به ارامه شي او که چېرې دا ووایو چې د ده په راتګ سره به په ټول هېواد کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي، دا مبالغه ده او هېڅ ډول تأثیر نهلري."
عبدالرشيد دوستم د جوزجان د يوه پېژندل شوي ځايي سياستوال احمد اېشچي پر جنسي ځورونې هم تورن دی چې ویل کېږي په دې تړاو له ولسمشر سره د اختلافونو له ډېرېدو وروسته، ترکيې ته ولاړ او بیا تر ډېره رانهغی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ترکيې ته د هغه د سفر په تړاو ویلي وو چې د نوموړي موضوع عدلي او قضايي ده او لویې څارنوالې پورې تړاو لري.
له هغې وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول چې ښاغلي دوستم افغانستان ته د بېرته ستنېدو هوډ درلود، خو د هغه الوتکې ته د بلخ ولایت په هوايي ډګر کې د کېناستو اجازه نهوه ورکړل شوې.
خو دوستم وايي چې ترکیې ته د درملنې لپاره تللی و او د ډاکترانو د غوښتنې له مخې یې هلته دغه وخت تېر کړ.
راپور: ناجیه ساپۍ