جلال‌اباد ښار بهسودو پُل ته څېرمه دوه پرله‌پسې چاودنې شوي

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې بهسودو پُل ته څېرمه دوه پرله‌پسې چاودنې شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې دغه چاودنې د بهسودو پُل امنیتي پوستو ته څېرمه شوي چې هېڅ ډول تلفات نه‌لري.

د ننګرهار د عامې روغتیا مسؤلین هم په دغه پېښه کې د تلفاتو اوښتل نه‌تأیيدوي.

د یو بل خبر له مخې د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ په شمشه‌پور سیمه کې تېره شپه ناوخته د نامعلومه وسله‌والو په برید کې څلور تنه لمونځ کوونکي وژل شوي دي.

له ننګرهاره په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه تېر ماخوستن د شمشه‌پور په ادم‌خېلو سیمه کې وشوه چې له امله‌يې څلور لمونځ کوونکي وژل شوي او د مسجد د ملا امام په ګډون درې تنه نور په‌کې ټپيان شوي دي.

تر دې دمه معلومه نه‌ده چې پېښه د چا له لوري رامنځته شوې ده.