کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې او طالبانو د لیدنې او خبرو او دغهشان افغانستان ته د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د راستنېدنې په اړه مطالب خپاره کړي دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په لومړي مخ کې لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ولز په قطر کې له طالبانو سره لیدلي دي.
ورځپانې لیکلي، طالبانو نوموړې ته ویلي چې امریکا سره د سولې خبرو ته چمتو دي، خو افغان حکومت سره د سولې خبرې نهکوي.
په مطلب کې دا هم راغلي چې طالبانو دوه ورځې مخکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې له چینايي ډیپلوماتانو سره هم کتلي دي.
د ویسا په خبره پاکستاني چارواکو ویلي چې امریکا سره د خبرو لپاره طالبان دوی د چین په منځګړیتوب خبرو کولو ته چمتو کړي دي.
ورځپانې لیکلي، طالبانو سره د امریکايي چارواکو د خبرو راپورونه خپاره شوي، خو د افغانستان جمهوري ریاست او په کابل کې د امریکا سفارت د دې خبرو پخلی نهدی کړی.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا کابل ته د جنرال دوستم د راستنېدنې په اړه لیکلي او پوښتلي یې چې راتلونکې سناریو به څه وي؟
سرمقاله لیکونکي لیکلي، د دوستم راستنېدل ښايي سیاسي معادلې او روانې لوبې بدلې کړي او داسې هم ویل کېږي چې ښايي د دوستم په راتګ سره د افغانستان ژغورنې ائتلاف وپاشل شي.
ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور اشرف غني چې دا ورځې د خلکو اعتماد پرې کم شوی او بهرنیانیې هم له کارونو راضي نهدي پهدې هڅه کې دی چې خپل هغه سیاسي رقیبان کمزوري کړي کوم چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې یې د بري تمه کېږي.
خو په مطلب کې د جنرال دوستم په حواله دا هم لیکل شوي چې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې له ولسمشر سره همکار دی.
- ماندګار
ماندګار ورځپاڼې بیا لیکلي، دوستم په خپلو پلویانو غږ کړی چې خپل اعتراضونه پای ته ورسوي او انتخاباتو ته متوجې واوسي.
په مطلب کې دا هم راغلي چې نوموړي د نظامالدین قیصاري خوشې کېدل غوښتي.
- انیس
انیس دولتي ورځپاڼې بیا دا لیکلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال تر درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.
په مطلب کې راغلي چې نوموړي تر راستنېدنې وروسته په یوې غونده کې د خبرو پر مهال په هېواد کې د ملي وحدت پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.