ټرمپ: لیدل کېږي چې زما پر کمپاین، غیر قانوني جاسوسي کېدله

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، هغه نوي اسناد چې د ده د انتخاباتي کمپاین د پخواني سلاکار کارتر پیج د ټیلیفوني مکالمو د اورېدو په اړه خپاره شوي، ښیي چې استخباراتي ادارو هغه محکمه غولولې ده چې د همدې مکالمو د اورېدو حکم‌یې کړی وو.

«اف بي ای» یا د امریکا فدرال تحقیقاتي ادارې د شنبې په ورځ د کارتر پیج په اړه هغه اسناد خپاره کړل چې یوه برخه‌یې په دې اړه وه چې ایا د ټرمپ دغه انتخاباتي سلاکار د ۲۰۱۶ انتخاباتو د کمپاین پر مهال له روسیې سره اړیکه درلوده، که څنګه؟

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ په یو شمېر ټویټونو کې لیکلي وو:

"لیدل کېږي چې د ټرمپ پر کمپاین غیر قانوني جاسوسي کېدله."

ولسمشر ټرمپ د کارتر پیج اړوند اسنادو ته په اشارې لیکلي:

"دغه اسناد د تل په څېر مسخره دي، خو پرته له شکه ښیي چې د عدلیې وزارت او «اف بي ای» محاکم غولولي دي، دا شرم دی."

د یادونې ده چې ولسمشر ټرمپ په انتخاباتو کې تر بریالیتوب وړاندې تر اوسه پورې له سختو انتقادونو سره مخامخ دی چې ګواکې د انتخاباتي کمپاین ځیني غړو یې له روسیې سره اړیکې درلودې او روسیه په یو ډول د ده په بریالیتوب کې لاس لري.