ولسمشر غني: د ولسمشرۍ انتخاباتو نېټه دې ژر وټاکل شي

افغان ولسمشر د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غوښتي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه دې ژر تر ژره اعلان کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر دا خبره د یکشنبې په مازدیګر د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له استازو سره په هغه غونډه کې مطرح کړه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی، د اروپایي اتحادیې استازی او د یو شمېر مرسته کوونکو هېوادونو سفیران هم حاضر وو.

نوموړی وايي:

"د ملي وحدت حکومت مشرتابه د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه څو غوښتنې درلودې:

  • یوه‌یې دا وه چې د نوم لیکنې د پروسې په اړه خلکو ته معلومات ورکړي او د ګوندونو، مدني ټولنې او نړیوالو همکارانو د څارنې لپاره زمینه برابره شي.
  • دوهمه غوښتنه دا چې له کمېسیونه‌یې وغوښتل چې ژر تر ژره د ولسمشرۍ انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه د افغانستان له خلکو سره شریکه کړي."

ولسمشرۍ ماڼۍ ټینګار کړی چې په انتخاباتو کې د حکومتي کارکوونکو په ګډون د هر چا مداخله جرم بلل کېږي او حکومت به په دې بهیر کې د دولتي کارکوونکو د مداخلې د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشر دنده په رسمي ډول د راتلونکي هجري لمریز کال د جوزا (غبرګولي) پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي و چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د روانو کارونو تر څنګ راتلونکي ولسمشریزو انتخاباتو ته هم آماده‌ګي لري او د دوی په خبره تخنیکي چارې یې له وړاندې پیل شوې دي.

دغه کمېسیون ویلي و چې په پام کې لري د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي کال په حمل میاشت کې ترسره کړي.