عبدالرشید دوستم د ملي وحدت حکومت د سولې د هڅو ملاتړ کوي

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم کابل ته له رسېدو سره د ملي وحدت حکومت د سولې د هڅو ملاتړ وکړ.

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وایي، په هېواد کې سولې ته د رسېدو لپاره عملي اقداماتو ته اړتیا ده.

جنرال دوستم چې د یکشنبې په مازدیګر له ترکیې څخه کابل ته ورسېد، په هوایي ډګر کې د خپلو سلګونه پلویانو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

جنرال دوستم په هوایي ډګر کې د خپلو سلګونه پلویانو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

نوموړي خپلو پلویانو ته په وینا کې د سولې په اړه خبرې وکړې او په دې اړه هڅې یې د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه وبللې.

نوموړي وویل:

"یوه مسئله له طالبانو سره د مذاکرې یا د سولې پروسه ده. دا د ملي وحدت حکومت تر ټولو مهمه دنده ده. زه د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه د بلې هرې دندې په مقایسه دا دنده زموږ د دولت، ولسمشر، د اجرائیه رئیس او امنیت شورا لپاره تر ټولو مهمه دنده بولم."

جنرال دوستم د سولې په برخه کې د حکومت د هڅو په اړه وویل چې یوازې د سولې په اړه په خبرو دا پدیده نه‌شي ترلاسه کېدای، بلکې دا مسئله جدي عملي اقداماتو او د حکومت قاطع پرېکړې ته اړتیا لري.

د سولې پروسه د ولسمشر، اجرائیه رئیس او امنیت شورا لپاره مهمه دنده بولم.

ښاغلي دوستم زیاته کړه:

"که موږ سوله سوله ووایو او پر څوکۍ ناست یو یا په خپل کور کې یو، سوله نه‌راځي. موږ ازبکان یو متل لرو چې په حلوا حلوا ویلو خوله نه‌خوږېږي. د سولې خبرې فداکاري، مېړانه او د افغانستان د دولت قاطع پرېکړه غواړي."

​جنرال عبدالرشید دوستم چې تر ۱۴ میاشتو وروسته له ترکیې څخه کابل ته بېرته ستون شو، پرون په خپله وینا کې دغه‌راز د افغانستان په شمالي ولایتونو لکه جوزجان، فاریاب، سمنګان، سرپل او نورو سیمو کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې ټولې مواصلاتي لارې، دولتي او غیر دولتي ادارې چې د نظام‌الدین قیصاري د نیول کېدو په اعتراض کې تړل شوې وې، بېرته پرانیزي.