دوستم له خپلو پلویانو وغوښتل چې مظاهرې پای ته ورسوي او لارې پرانیزي

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له ترکیې څخه کابل ته له رسېدو سره سم له خپلو پلویانو په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې وغوښتل چې ټولې مواصلاتي لارې پرانیزي او خپلې مظاهرې پای ته ورسوي.

جنرال عبدالرشید دوستم د یکشنبې په مازدیګر له انقرې څخه کابل ته ورسېد او په هوایي ډګر کې د خپلو سلګونه پلویانو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

نوموړي په هغه غونډه کې چې د ده د بېرته راتلو په مناست په کابل کې جوړه شوې وه په جوزجان، فاریاب، سمنګان، سرپل او نورو سیمو کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې ټولې مواصلاتي لارې، دولتي او غیر دولتي ادارې پرانیزي.

د شمالي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو د نظام‌الدین قیصاري د نیول کېدو په اعتراض کې مظاهرې پیل کړې او په عین وخت کې یې غوښتل چې جنرال دوستم بېرته هېواد ته راستون شي.

د شمالي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو د نظام‌الدین قیصاري د نیول کېدو په اعتراض کې مظاهرې پیل کړې.

​هغوی د خپلو اعتراضونو په لړ کې مواصلاتي لارې او هم د انتخاباتو د کمېسیون د دفترونو په ګډون دولتي ادارې تړلې وې.

دغو اقداماتو په یادو شمالي ولایتونو کې خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړې او د سوداګریزو فعالیتونو د کمېدو او د خوراکي موادو د بیو د ډېرېدو سبب شوې.

جنرال دوستم په کابل کې په خپله وینا کې دغه‌راز وویل چې په ټول قوت سره د ملي وحدت حکومت تر څنګ درېږي او د حکومت د ملي پروګرامونو، د سولې او بیارغونې د هڅو ملاتړ کوي، خو نوموړي په همدې حال کې د خپلو پلویانو په وړاندې د دولت د ځینو کړنو څخه انتقاد هم وکړ.​

جنرال دوستم د نظام‌الدین قیصاري نیول کېدل نامؤجه وبلل او هغه‌یې یوه داسې څېره وښوده چې په شمال کې د طالبانو او د افغانستان د دولت د مخالفینو پر وړاندې په کلکه درېدلی دی.

نظام‌الدین قیصاري چې په فاریاب کې د ولسي پاڅون یو قوماندان دی، له خلکو سره د ناسم چلند او له خپلو وظیفوي صلاحیتونو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په تور شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کمانډو د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې ونیول شو او د تحقیقاتو لپاره کابل ته ولېږل شو.

جنرال دوستم خپلو پلویانو ته وویل چې قیصاري به ډېر ژر د هېواد شمال ته بېرته ولاړ شي.

نظام‌الدین قیصاري

جنرال دوستم له شااوخوا یوه کال راهیسې په ترکیه کې اوسیده.

نوموړی د جوزجان د پخواني والي او د جنبش ملي ګوند د پخواني مرستیال احمد اېشچي په وهلو ټکولو او پر هغه په جنسي تېري تورن دی.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي چې د جنرال دوستم حقوقي دوسیې به پرانستې وي او وبه ارزول شي.