د بلخ ځیني اوسېدونکي د جنايي جرایمو له زیاتوالي شکایت کوي

د مزارشریف ښار اوسېدونکي د مرموزو قتلونو او د انسان تښتونې د پېښو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي چې له څو ورځو راپه دېخوا د یادو پېښو کچه لوړه شوې ده.

د مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې په دې ښار کې د انسان تښتونې او د قتل د پېښو د زیاتوالي په وړاندې غبرګون وښود او له حکومته یې وغوښتل چې د خلکو د ځان او مال امنیت خوندي کړي.

دوی وايي چې په تېرو څو ورځو کې په مزارشریف کې د ترسره شویو قتلونو عاملین باید ونیول شي او د قانون منګولو ته تر سپارلو وروسته دې مجازات شي.

دوی زیاتوي چې دا د حق غوښتنې په خاطر د دوی لومړی ګام دی او که دولت دې ښار کې د ترسره شویو مرموزو قتلونو او انسان تښتونو عاملین پیدا نه کړي، دوی به د خپلو اعتراضونو لمن پراخه کړي.

د یادولو ده چې په بلخ کې تر دې پخوا هم خلکو په کراتو د نا امنۍ د زیاتوالي او د مرموزو قتلونو د ترسره کېدو د مخنیوي په خاطر خپل غږ پورته کړی، خو داسې ښکاري چې ځايي حکومت تر دې دمه د یادې موضوع په تړاو کوم لازم اقدامات نه دي ترسره کړي.