د سولې شورا: له طالبانو سره خبره کوونکی لوری به افغانستان وي

د افغانستان د سولې عالي شورا د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د لیدو کتو د راپورونو خپرېدو ته په اشارې سره وايي چې دا مذاکرات نه، بلکې د سولې د خبرو لپاره زمینه برابرول دي.

د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د لیدنو کتنو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، کوم هېوادنه چې د افغانستان د سولې د خبرو له پيلېدو سره همکاري وکړي، دوی یې هرکلی کوي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري نن یکشنبه د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ په ۳۱ مه ازادي راډیو ته وویل چې په دې برخه کې د هېوادونو همکاري اړینه ده، خو وايي چې د سولې د خبرو رهبري او مالکیت به یوازې له افغانانو سره وي.

سید احسان طاهري

نوموړي وویل:

"له شک پرته د سولې په پروسه کې د امریکا رول ډېر مهم دی، ویل کېږي چې په دې برخه کې عملي همکاري کوي، د نړیوالو همکارانو له لوري هر هغه اقدام چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د پروسې د پيل هڅې چټکې کړي، یو نیک ګام او د دوی او افغانستان په ګټه به وي."

(این. بي. سي) امریکايي خبري شبکې تازه د طالبانو د یوې سرچینې په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې طالبانو او امریکايي چارواکو څو ځلې سره کتلي دي.

دغې خبري شبکې ویلي چې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ دغه غیر رسمي لیدنې کتنې په افغانستان، قطر او متحده عربي اماراتو کې شوې دي.

(این. بي. سي) ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ملاقاتونه نه دي تأیید کړي، خو ویلي یې دي چې د ډونالد ټرمپ حکومت له دې وړاندې د افغانستان د ستونزې د حل غوښتنه کړې ده.

د وسله والو طالبانو او امریکايي استازو د لیدنو کتنو په اړه د راپورونو د خبرېدو تر څنګ، کابل چاپ ملي ارمان ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې د جبهې د مقاومت یو شمېر مشرانو هم د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.

په راپور کې د موضوع د حساسیت له امله د سرچینې نوم نه دی ذکر شوی.

خو د جمعیت اسلامي د مشرتابه پلاوي یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویلی چې د وسله والو طالبانو او د جبهې د مقاومت ترمنځ هېڅ ډول خبرې نه دي شوي.

له دې وړاندې طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره نه، بلکې له امریکا سره مذاکرات کوي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه مشتاق رحیم د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د لیدنو کتنو په اړه د راپورنو خپرېدو ته په اشارې سره وايي چې دا ډول ملاقاتونه کولای شي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې رسمي خبرو ته زمینه مساعده کړي.

دی وایي:

"هغه ملاقاتونه او لیده کاته چې موږ او تاسې یې شاهدان یوو، په اصل کې د مذاکراتو د پيل لپاره اسانتیاوې برابرول دی چې دا یوه ښه پروسه او په ښه وخت کې پیل شوې، که په دې برخه کې مثبت پرمختګونه وشول، د دواړو خواو له ترمنځ به اصلي مذاکرات پیل شي او بالاخره په افغانستان کې به په یوې واقعي سولې بدل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک تېره ورځ ویلي چې ټاکل شوې په روانه اوونۍ کې د افغانستان، امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ، څلور اړخیزه غونډه وشي.

د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې د سولې د خبرو پيلېدو ته هیلې ډېرې کړي او خلک له وسله والو طالبانو هم غواړي چې د سولې په اړه د حکومت غوښتنو ته نېک ځواب ووايي.

راپور: رحمت الله افغان