اسرائيل وایي، د سوريې د يوه رضاکار مدني سازمان غړي یې ژغورلي

د اسرائيل پوځ وايي چې په وروستيو کې يې د سوريې د يوه رضاکار مدني سازمان غړي ژغورلي دي.

رسنۍ د دغه سازمان رضاکارانو ته د سپينو خوليو لرونکي اصطلاح کاروي.

دغه کسان او د هغوى د کورنيو غړي د ګولان غونډيو ته څېرمه له يوې ناکرارې سرحدي سيمې ژغورل شوي او بيا ګاونډي هېواد اردن ته لېږدول شوي دي.

نننى اعلان د اول وار لپاره د سوريې په کورنۍ جګړه کې د اسرائيل ښکېلتيا ښيي.

د اسرائيل پوځ په ټوېټر ليکلي:

"دغه ملکيان د سوريې په جنوب کې له يوې جنګي ساحې د دوى ژوند ته د ورپېښ ګواښ له کبله بلې سيمې ته ايستل شوي دي."

پوځ دغه کار استثنايي بشري اقدام بللى دى.

د اسرائيل پوځ راپور ورکړى چې ٨٠٠ کسان اردن ته لېږدول شوي چې له هغه ځايه به بريتانيا، جرمني او کاناډا ته سفر کوي.

د سپينې خوليو لرونکي رضاکاران له ٢٠١٣ میلادي کال راهيسې د ياغيانو تر ولکې لاندې له سيمو د ملکيانو د ژغورنې لپاره کار کوي.