په کندهار کې د خپلو ۴ همکارانو په وژنه تورن پولیس نیول شوی

د کندهار امنیتي مسؤلان وايي، هغه پوليس يې نيولی چې د خپلو څلورو همکارانو په وژنه تورن دى.

د دوى په خبره، دغه پوليس سرتېري وړمه شپه د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د تانګۍ درې په يوه پوسته کې خپل څلور پوليس همکاران وژلي وو.

د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا دراني ازادي راډيو ته وويل، د سيد نعيم په نوم دغه پوليس په ميوند ولسوالۍ کې د تېښتې پر مهال نيول شوی دى

دی وایي:

"مخکې له دې چې دى له ساحې ووځي، د پوليسو د تالاشۍ پر مهال پر عمومي سړک ونيول شو، دا اړخ به هم معلوم شي چې له وسله والو طالبانو سره يې اړيکې درلودې او که څنګه؟ خو د لومړنيو معلوماتو له مخې، داسې ښکاري چې دغه کس له وسله والو ترهګرو سره اړيکې نه درلودې."

ښاغلى درانى وايي، ښايي دغه پوليس به د رواني فشارونو له کبله خپل همکاران وژلي وي.

تر دې وړاندې هم په کندهار کې دې ورته څو پېښې شوي، خو دا اول وار دى چې د داسې يوه بريد عامل نيول کېږي.