قرغزستان کې څو هېوادونو له ترهګرۍ سره د ګدې مبارزې موافقه کړې

د منځنۍ اسیا د څو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه کړې چې د نړیوالې ترهګرۍ او مذهبي بنسټپالنې په وړاندې مبارزه کې به خپلو کې همکارۍ زیاتوي.

د راپورونو له مخې، د قرغزستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او ترکمنستان لوړ پوړي ډیپلوماټان د قرغزستان په ساحلي ښار چالپای اتای کې سره راټول شوي وو.

د شنبې په ورځ په یوه شریکه اعلامیه کې د یادو هېوادونو استازو ویلي چې د نړیوالې ترهګرۍ او سخت دریځۍ، د نشه يي موادو د قاچاق، تنظیم شویو جرمونو او سیمه ییزو ستونزو په وړاندې به ټول شریک کار کوي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په دې غونډه کې د منځنۍ اسیا له چارواکو وغوښتل چې په هغه سیمه ییزه اقتصادي غونډه کې دې ګډون وکړي چې د اکټوبر په میاشت کې جوړېږي.

د قرغزستان په غونډه کې د تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان د بهرنیو چارو وزیرانو او د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ګډون کړی و.