چارواکي: په ارزګان کې د طالبانو سرچینې وچې شوي

د ارزګان چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې یې د طالبانو ټولې سرچینې وچې کړي دي.

د ارزګان ولایت سیمه ييز امنیتي مسؤلين وايي چې په دغه ولایت کې په ورستیو عملیاتو کې د طالبانو سرچینې یې له منځه وړي او د هغوی ډله يې کمزورې کړې ده.

په ورته وخت کې د ترینکوټ ښار اوسېدونکي هم وايي چې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله امنیت ښه شوی او په کاروبار يې مثبت اغېز کړی دی.

وسله والو طالبانو د چارواکو د ورستیو څرګندونو په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې اورېدای شئ.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور