د ایران د "ګارد سپاه پاسداران انقلاب" ځواک۱۰ عسکر وژل شوي

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم نن د ایران د " ګارد سپاه پاسداران انقلاب" ځواک د ۱۰ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د تسنیم په حواله، پر هغوی تېره شپه د عراق پولې ته نېږدې حمله شوې وه.

د عراق او ایران په ګډو سرحدي سیمو کې د کردانو وسله والې ډلې فعالې دي.

د تسنیم د رپوټ په حواله، "سپاه" په یوه بیان کې ادعا کړې چې په حمله کې زیات شمېر "ترهګر" وژل شوي او د وسلو یو ډیپو هم سوځېدلی دی.

د ایران فارس خبري اژانس ویلي چې په نښته کې د ایران سرحدي ځواکونو هم ګډون درلود.