په قزاقستان کې نن شنبه زرګونه کسانو د هغه هېواد د المپیک د اتل دنیس تین د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
دنیس تین د فیګر سکېټ یا پر یخ د نڅا په ورزش کې د نړیوال او اسیايي المپیک مډالونه ګټلي وو.
هغه پنځه وېښت کلن و.
دنیس تین دوه ورځې مخکې د قزاقستان په الماتا ښار کې په چړو ووژل شو.
د قزاقستان ولسمشر نن وویل دنیس تین خپل هېواد ته ویاړ ګټلی و او په مرګ یې ولس خواشینی دی.
دنیس تین په ۲۰۱۱ میلادي کال کې چې اولس کلن و، د اسیا په ژمنیو سیالیو کې د سرو زرو او ژېړو مډالونه وګټل.
د هغه د جنازې مراسم نن د الماتا په بلوان شولاک لوبغالي کې چې دنیس تین ته د سرو زرو لومړی مډال ورکړ شوی و، ترسره شول.
د قزاقستان پولیسو ویلي چې یو ۲۴ کلن ځوان یې پر دنیس تین د مرګونې حملې په تور نیولی دی.
د پولیسو په وینا، دنیس تین څو کسانو چې د هغه د موټر د ګروپونو د غلا کولو هڅه یې کوله، په نس کې په چړه وهلی و.