د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي د محاکمې دوهم دور نن شنبه بې نتېجې پای ته ورسېد.
د ځانګړې محکمې د قضايي پلاوي مشر محمد زمان سنګري نن رسنیو ته وویل چې محکمې ته وړاندې شوي اسناد زیاتې څېړنې ته اړتیا لري او له دې امله یې د وحیدي په برخه کې حکم ځنډولی دی.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ مخکنی وزیر عبدالرزاق وحیدي د دندې پرمهال له خپلو صلاحیتونو د ناوړه استفادې او په اداري فساد کې د لاس درلودلو په تور نیول شوی او محاکمه کېږي.
خو ښاغلي وحیدي پرځان لګېدلي تورونه بې اساسه بللي دي.