د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس پرون جمعه پر کانګرس غږ وکړ چې هغه یوشمېر هېوداونه چې د روسیې پر پوځ د متحدو ایالاتو د بندیزونو له امله متاثر کېدلای شي، په پام کې ونیسي او د بندیزونو له اغېزه يې خوندي کړي.
مټېس پرون وویل چې روسیه باید د خپل خصمانه عمل بیه پرې کړي، خو د امریکا متحدان او هغه هېوادونه چې واشنګټن د اړیکو د ټینګولو هڅې ورسره کوي، باید پر روسیې د امریکا له بندیزونو متاثر نه شي.
د مټېس پرونی بیان هغو اندېښنو ته اشاره کوي چې پر هند او یوشمېر نورو اسیايي هېوادونو چې له روسیې د وسلو په اخیستلو کې سابقه لري، د زیاتېدو په حال کې دي.
د امریکا دفاع وزیر په یوه لیک کې چې روانه اوونۍ یې د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مک کېن ته استولی، د کانګرس پر هغو غړو چې د دفاعي پالېسۍ د قانون پر جوړولو کار کوي، غږ کړی چې د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکړي چې هغه هېوادونه چې امریکا د ستراتيژيکې همکارۍ تمه ورسره لري، خو لا هم د روسیې پر وسلو او وسایلو اتکا کوي، له بندیزونو خوندي کړي.