په بغلان کې امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو پر نهرین ولسوالۍ حمله کړې ده.
د بغلان د پولیسو ویاند، ذبیح الله شجاع نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو بېګا پر نهرین ولسوالۍ له څلورو خواو حمله کړې وه خو امنیتي ځواکونو یې د پرمختګ مخنیوی کړی دی.
شجاع وویل، په حمله کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور زخیمان شوي دي.
په حمله کې دوه پولیس هم زخمیان شوي چې د ذبیح الله شجاع په وینا، د درملنې لپاره په روغتون کې بستر دي.
وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.