اروپايي اتحاديه د افغان پوليسو د ظرفيت لوړونې لپاره همکاري پراخوي

د ملي امنيت شورا وايي اروپايي اتحاديه د افغان پوليسو د ظرفيت لوړونې لپاره خپله همکاري پراخوي.

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر پرون د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له سفير پيري ماياوډُن (Pierre Mayaudon) سره پرون په دې باب په کابل کې بحث وکړ.

د ملي امنيت شورا وياند قادر شاه ازادي راډيو ته وويل:

"د اروپايي ټولنې سفير ښاغلي ماياوډُن معلومات ورکړل چې اروپايي ټولنه په پلان کې لري د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو، په ځانګړي ډول د پوليسو د ظرفيت لوړونې لپاره خپلې مرستې پراخوي."

ښاغلى قادر شاه وايي په پرونۍ غونډه کې په ځانګړي ډول د ښځينه پوليسو د ظرفيت لوړونې پر امکاناتو هم خبرې وشوې.

خو په مشخص ډول نه دي ويل شوي چې اروپايي ټولنه به د افغان پوليسو د ظرفيت لوړونې لپاره کوم پلانونه عملي کوي.