انګېلا مېرکل: د کډوالو پرپالیسۍ بحث یو ضروري بحث دی

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې ومنله چې د کډوالۍ پر پالیسۍ یې د حکومت ترمنځ وروستۍ کړکېچ د دې پر واکمن ائتلاف اعتماد کم کړی چې باید بېرته یې تر لاسه کړي.

هغې په برلین کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال زیاته کړې چې د کډوالو پرپالیسۍ بحث یو ضروري بحث دی چې باید شوی وی.

نوموړې د کډوالو د پالیسۍ پر سر د دې د واکمن ائتلاف ترمنځ د اختلافاتو سربېره هوډ څرګند کړې چې د ټاکل دورې تر پایه به واک کې پاتې شي.

د جرمني د صدراعظمې په توګه د مېرکل اوسنۍ دوره په ۲۰۲۱ میلادي کال کې پای ته رسېږي.