د افغانستان د دفاع وزارت وايي، یو پلاوی کندز ته تللی، څو دغلته د چهاردرې ولسوالۍ کې په یو هوايي برید کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې مسئله وڅېړي.
د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"نن سهاریو پلاوی کندز ته رسېدلی دی. هغوی د وضعیت په اړه څېړنې کوي او ممکن ډېرژر یوې نتیجې ته ورسېږي چې بیا کولی شو، له تاسو سره یې شریک کړو."
د جنرال محمد رادمنش په وینا پرون پنجشنبه د هوا خرابوالی د دې سبب شو چې د دې پلاوي سفر نن ورځې ته وځنډېږي.
د کندزد والي ویاند نعمت الله تیموري پرون ازادي راډیو ته ویلي و چې د چهار درې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو سره په یو وخت د نړیوال هوايي ځواکونو لهخوا هم بمباري شوې ده چې پهکې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۴ تنه ملکیان وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې چې څو ورځې مخکې خپور شو ویل شوي چې د روان میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله په بې سارې ډول زیاته شوې ده.
د راپور په وینا پهدې موده کې د افغانستان په جګړو کې یو زرو ۶۹۲ ملکیان وژل شوي او درې زره څلور سوه دېرش ټپیان شوي دي.
که څه د دې ملکي مرګ ژوبلې ډېره پړه د وسلهوالوپر بریدونو اچول شوې، خو راپور وايي چې په هوايي بمباریو کې هم د ولسي خلکو د مرګ ژوبله شمېره لوړه شوې ده.