سرې میاشتې په ارزګان کې له ۳۰۰ بې ځايه شوېو کورنیو سره مرسته وکړه

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې هغه سیمې چې اوس تازه افغان امنیتي ځواکونو نیولي دي، د سرې میاشتې خیریه ټولنې له لوري له ۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د سیمې خلک که څه هم د مرستو په ترلاسه کولو خوښ دي، خو له دولته د ورته نورو مرستو او بیارغونې د کارونو غوښتنه کوي.

دا په‎داسې حال کې ده چې په‎دې وروستیو کې افغان امنیتي ځواکونو تر درنې جګړې وروسته د ترینکوټ دهراوود د لارې په ګډون ډېری کلي له طالبانو نیولي چې د زیاتو سیمو خلکو ته په‎کې مالي زیانونه اوښتي او له دولته د عاجلو مرستو غوښتنه کوي.

په‎دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور