د افغانستان دفاع وزارت وایي، په کندز کې د وروستیو عملیاتو په لړ کې د ملکي تلفاتو له کبله خواشیني شوي دي.
د دغه وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د دې موضوع د څېړلو لپاره یې یو لوړ پوړی پلاوی د پېښې سیمې ته استولی دی.
نوموړی وايي:
"موږ یو پوځي او دولتي پلاوی هلته لیږلی څو په دې اړه پلټني وکړي او دهغه څه حقیقت ښکاره شي چې په رسنیو کې ویل کیږي. د حقایقو تر موندلو وروسته به موږ هغه له رسنیو سره شریک کړو."
په همدې حال کې د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري رسنیو ته ویلي چې د تیرې ورځي په دې پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څوارلس تنه وژل شوي دي.
ویل کیږي نړیوالو قوتونو د افغان ځواکونو د عملیاتو سره هم مهاله په دې ځای کې هوایې بریدونه کړي دي.
د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې راغلي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمیر په بیساري ډول ډیر شوی دی. پدې راپور کې د هوایې بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو د ډیروالي یادونه شوې ده.