له ۱۵کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال ټیم ازبکستان ته ولاړ

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد له پنځلس کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د هېوادونو د فوټبال په سیالیو کې د ګډون په هدف د ازبکستان په لور روانه شوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د یوې اعلامیې په اساس دا د دې سیالیو دوهم پړاو دی چې د ازبکستان په کوربه توب ترسره کېږي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې افغان لوبډلې دغه سالیو ته پوره چمتوالی نیولی او تمه ده چې له خپلې اتلولې به دفاع وکړي.

د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو لوبډلې تېر کال د دغه سیالیو اتلولي ترلاسه کړې وه.

په دې سالیو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو لوبډلې برخه لري او د روانې جولای میاشتې له ۲۲ تر ۳۰ مې نېټې دوام کوي.

د یادولو وړ ده چې څو ورځې مخکې د افغانستان د شپاړلس کلنو لوبډلې په همدې معيار سيالیو کې دويم مقام خپل کړی و.