جوزجان کې نن د مظاهرو له امله دولتي دفترونه وتړل شول

د جوزجان په مرکز شبرغان کې نن پنجشنبه د مظاهرو له امله دولتي دفترونه وتړل شول.

په شبرغان کې مظاهره‎چیانو چې نن لارو او سرکونو ته را وتلي وو، غوښتنه کوله چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ، سرپرست امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري باید له توقیفه خوشې شي.

د افغانستان حکومت وايي، قیصاري له قانونه د سرغړونې او له صلاحیته د سو استفادې په تور نیول شوی دی.

په شبرغان کې د نننۍ مظاهرې یوه ګډون‎وال محمد ابراهیم غازي نن د ازادي راډیو ته وویل چې د والي د دفتراو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییزدفتر په ګډون یې ۵۰ دولتي ادارې بندې کړي دي، خو د عامې روغتیا، معارف او برق ریاستونو ته يې د کار اجازه ورکړې ده.

په شبرغان کې مظاهره‎چیان همدا رازغواړي چې د ولسمشر لومړی مرستیال، عبدالرشید دوستم ته افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي.