افغان حکومت د طالبانو په اړه د یوه خبر هرکلی وکړ

د افغانستان حکومت د دې خبر هرکلی وکړ چې وسله‎والو طالبانو ته په لویو ښارونو کې د حملو د بندولو امر شوی دی.

د وسله‎والو طالبانویوه ویاند، ذبیح الله مجاهد پرون نیویارک ټایمزورځپاڼې ته ویلي و چې په لویو ښارونو کې د انتحاري حملو او چاودنو د بندولو امر ورته شوی دی.

د ارګ د مطبوعاتي دفتر یوه ویاند، شاه حسین مرتضوي په‎دې اړه په غبرګون کې وویل چې دولت د ولس د کرارۍ او امنیت لپاره هر ګام مثبت ګڼي.

مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل چې په سعودي عرب کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو د فتوا تر خپرېدو وروسته، زیاتو وسله‎والو طالبانو له جګړې لاس اخېستی دی.

خو ذبیح الله مجاهد نن رسنیو ته یو پیغام استولی او ویلي یې دي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې یې خبرې تحریف کړي دي.