د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ماهیانو فارم جوړېږي

د بلخ د کرنې رئیس د دې ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ماهیانو د روزنې د یو فارم د جوړېدو خبر ورکوي.

سراج الدین مهربان نن ازادي راډيو ته وویل چې د ماهیانو د روزنې دغه فارم په لس جریبه ځمکه کې جوړ شوی چې ۲۷ حوضونه لري.

نوموړی وايي چې پر دې پروژه دوه نیم میلیونه افغانۍ لګښت شوی چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ له برخې ورکړی شوي دي.

نوموړی وايي چې په یاده پروژوه کې د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.