په نورستان کې ۳۲ ښځو ته ۳۲ شنې خونې جوړې شوې

نورستان

د نورستان په مرکز پارون او یوشمېر ولسوالیو کې ۳۲ ښځو ته ۳۲ شنې خونې جوړې شوې دي چې اکثره یې بېوزلو ښځو ته ورکړي دي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالغیاث نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه شنو خونو کې به موسمي سبزیجات ساتل کېږي چې ښه نتیجه يې ورکړې ده.

نوموړی وایي، پلان لري چې په راتلونکي کال کې د دغو شنو خونو شمېر څلور چنده زیات کړي.

نوموړي وویل چې پر هرې شنې خونې باندې ۳۰ زره افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري ورکول کېږي.