ملي امنیت په ارزګان کې د طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز نیولی

د ارزګان ولایت د ملي امنیت مسؤلین وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز نیولی دی.

د ملي امنیت اداري مسؤل عبدالصمد شمس پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په دې مرکز کې لسګونه کړۍ ماینونه او د ماین جوړولو وسایل نیولي او شنډ کړي.

دی وايي، له دې مرکزه به جوړېدونکي ماینونه د طالبانو له خوا د افغان پوځ پر ضد کاریدل.

د دې قضیې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو چارواکي د پلټنو ژمنه کوي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.