په غزني کې د ځینو مدني ټولنو، قومي شوراګانو او ولسي خلکو له لوري د ولسمشر محمد اشرف غني د وروستیو لاسته راوړنو، د سولې په برخه کې د هڅو او د زورواکانو په وړاندې د جدي ګامونو پورته کولو په ملاتړ لاریون ترسره شو چې پهکې په لسګونو کسانو ګډون کړی وو.
لاریون کوونکو د نظام د ملاتړ، د سولې د غوښتنې او د ولسمشر د وروستیو پرمختګونو په اړه شعارونه ورکول.
د لاریون یو تنظیموونکی مدني فعال عزت الله مومنیار وویل، دوی د ولسمشر د ملاتړ په موخه راوتلي:
"د ننني لاریون هدف په تېرو دوو میاشتو کې د ولسمشر د کارونو ستایل دي، ځکه تاسو په فراه، ارزګان او فاریاب ولایتونو کې خلک ولیدل چې ځینو زورواکانو چې له ولس سره یې ظلم کاوه ونیول شول، موږ د دغسې پرېکړو ملاتړ کوو. تاسو وینئ د نظام په ملاتړ ځوانان سپینږيري او مدني فعالان ټول راوتلي دي."
د بارک الدین په نوم یوه بل لاریون کوونکي کې هم وینا وکړه او په هېواد کې د سرتاسري سولې د غوښتنې ترڅنګ یې وویل، د ټوپکسالاري قانون نه منل او د قانون د حاکمیت ملاتړ کول یې هدف دی.
دغه لاریون چې د ښار په بېلابېلو واټونو کې پیل شوی وو، د ښار د مرکزي جامع جومات ترمخ یې غونډه وکړه.
د ښایسته خان غزنوي په نوم د لاریون یوه غړي پریکړه لیک داسې ولوست:
"د غزني ولسونه د سولې او اوربند په برخه کې د ولسمشر ملاتړ کوي، موږ سوله غواړو، جنګ او زورواکي نور نه منو، د هغه هر ډول قانوني اقدامات د ستاینې وړ دي، په هېواد کې د قانون حاکمیت د وخت ضرورت دی، موږ له دولته غوښتنه کوو چې قانوني اجراات ترسره کړي."
دا پهداسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په هېواد کې د زورواکانو په وړاندې قانوني چلند، د قانون د حاکمیت تطبیقول او له وسلهوالو سره د سولې په کولو ټینګار شوی دی.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر- غزني