مطفي: د ځینو کانونو د استخراخ د داوطلبۍ پر پروسې له سر نه کتنه کېږي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان د اقتصادي عالي شورا د پرېکړې په اساس تصمیم نیولی چې په شمال کې د ځینو کانونو د استخراخ د داوطلبۍ پر پروسې، له سره کتنه وکړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بدخشان ولایت د سرو زرو او د سرپل ولایت د مسو د کانونو د استخراج د داوطلبۍ پروسه له سره ارزول کېږي چې تخنیکي، مسلکي او حقوقي ستونزو ته یې قانوني حل لارې وموندل شي.

ښاغلي مطفي وویل، په بدخشان کې د داو طلبۍ په پروسه کې تخمین شوې وه چې هلته ۹۶۰ کېلوګرامه سره زر موجود دي او همدارنګه د سرپل ولایت د بلخاب د سیمې په یو زرو اته سوه، اته پنځوس کېلو متره ساحه کې، د مسو ۱۵۰ میلیونه ټنه بالقوه ظرف پروت دی.

د ښاغلي مطفي د معلوماتو له مخې، تصمیم نیول شوی د سترو پروژو د داوطلبۍ پروسې په دقیقه توګه و ارزول شي چې له ظرفیتونو نه سالمه ګټه واخیستل شي.

ښاغلي مطفي دا هم وویل چې د هېواد د اقتصادي عالي شورا د پرېکړې له مخې به نور، د کانونو د استخراج په داوطلبیو کې د ځینو دولتي چارواکو د ښکېلتیا مخه ونیول شي او ډېری خلکو ته به په کې، د کار زمینې برابرې شي.