د قزاقستان یو سوداګریز پلاوی کابل ته راغلی

د قزاقستان د سوداګرۍ خونې چارواکي کابل ته راغلي څو شته فرصتونه مطالعه او په راتلونکي کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي نن په دې اړه جوړ شوي غونډې ته وویل چې په افغانستان کې قزاقي سوداګرو پانګونې ته ډيرې زمینې برابرې دي او له هغوی یې وغوښتل چې دغه په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

په دغه ناسته کې د قزاقستان د دولسو شرکتونو استازو حضور درلود.

افغانستان دامهال قزاقستان ته تقریباً د دیارلسو میلیونو ډالرو په شااو خوا کې صادرات لري.