افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو له زندانه ٥٤ بنديان خوشي کړي

افغان امنيتي ځواکونو په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان حمله کړې او ٥٤ بنديان يې خوشې کړي دي.

د ٢١٥ ميوند قول اردو په اعلاميه کې ويل شوي، امنيتي ځواکونو تېره شپه په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه مرکز پوځي عمليات وکړل او د دوى يو زندان يې له منځه يووړ.

اعلاميه زياتوي، په دغه زندان کې د ملي اردو ٤ سرتېري، ١٥ پوليس، دوه ډاکتران او ٣٣ ملکيان بنديان وو.

د ٢١٥ ميوند قول اردو اعلاميه زياتوي چې په دغو عملياتو کې دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى رسېدلى او څلور وسله وال طالبان چې د زندان ساتونکي وو، اسيران شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

په هلمند ولايت کې تر دې مخکې هم د وسلوالو طالبانو پر زندانونو دېته وَرته چاپه وهل شوې او ځينې بنديان ورڅخه خوشې کړاى شوي دي.