د هېواد په شمالي ولایت فارياب کې د اعتراض کوونکو له لوري د آقینې بندر په تړل کېدو افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی.
په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال چې له یوشمېر سوداګرو سره یې خبرې کړي وايي چې دامهال د دغه بندر د تړل کېدو له امله سلګونه ټنه نفتي او خوراکي توکي او سوداګریز مالونه بند پاتي دي.
افغان سوداګر غلام قادر ازادي راډيو ته ویلي چې حکومت باید د لاریون کوونکو غوښتنې واوري او دغه ستونزه حل کړي.
په فاریاب کې د اعتراض کوونکو د اعتراضیه غونډو او مظاهرو نن پنځلسمه ورځ ده.
دغه مظاهرې د حکومت له خوا د قیصار د امنیه قوماندانۍ د سرپرست نظامالدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې چې د حکومت په خبره خلکو ورنه شکایتونه کړي او دولتي مامورینو سره په ناسم چلند تورن دی روانې دي.