ولسمشر محمد اشرف غني په پاکستان کې په وروستیو ترهګریزو پېښو کې د بېګناه خلکو په مړینه خواشیني ښودلې ده.
د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره اړیکه نیولې او په پاکستان کې یې په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د بې ګناه وګړو پر وژنه یې خواشیني ښودلې ده.
په بیان کې راغلي:
"افغان ولسمشر د پوځ مشر ته د ټولټاکنو پرمهال له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ په پار، پر پوله د امنیتي اقداماتو زیاتولو ډاډ ورکړی دی."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ځینو سیاسي ګوندونو پر سیاستوالو ځانمرګي بریدونه شوي چې په نتیجه کې یې سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.