د قزاقستان چارواکو ویلي چې د هغو پنځو قزاقیانو محاکمه به د جولای په ۲۰ مه وشي چې د یوه بس د سوځېدو د پېښې په تړاو نیول شوي دي.
دا پرېکړه د قزاقستان اقتبې سیمه ییزې محکمې نن دوشنبه کړې ده.
د جنورۍ په میاشت کې په ایرګیز سیمه کې هغه وخت یو بس وسوځېد چې د موټر د ګرمولو لپاره موټر چلوونکي د ګاز ډبه چالانه کړې وه او د چاودنې له امله يې ټول بس اور واخیست.
په پېښه ۵۲ ازبک اتباع وژل شوي وو.
د دې پېښې په تړوا پنځه نیول شوي قزاقيان تورن دي چې په خپله دنده کې یې ناغېړي کړې او له کاره لوېدلی موټر یې د خلکو د انتقال لپاره کارولی دی.
قزاقستاني چارواکو ویلي چې سوځېدلي بس اسناد نه درلودل او په ۲۰۱۶ کال کې یې د کارونې موده پای ته رسېدلې وه.