ګرجستان کې ۴ کان کېندونکي وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي

د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد په یوه کان کې د یوې پېښې له امله څلور کان کېندونکي وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

په‎دې اړه په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دغو کسانو ته په میندلي کان کې چې له پلازمېنې تبلیسي لوېدیځ پلو ته په لیرې پراته ښار تکیبولي کې پروت دی زیان اوښتی.

ویل کېږي، د میتان ګازو د چاودنې له کبله په دغو کان کېندونکو د یوه تونل چت لوېدلی دی.

په‎دې اړه تحقیقات پيل شوي.

تر دې مخکې په اپرېل میاشت کې هم په همدې کان کې شپږ نور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل وو.