هلمند ولایت کې تېره شپه په څلورو هوايي بریدونو کې ۱۶ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان وايي، د نظامي شورا د پرېکړې له مخې هغه طالبان هدف ګرځېدلي چې د اوربند مخالفتيې کاوه او جګړې تهيې دوام ورکاوه.
د ده په وینا د ځمکني عملیاتو سربېره چې د دې ډول وسلهوالو طالبانو پر ضد يې هوايي بریدونه پیل کړي دي چې تېره شپه د ۷ طالب قوماندانانو په ګډون ۱۶ تنه پهکې وژل شوي دي.
نوموړي وویل، دغه بریدونه دوه د ګرشک په باغرانیانو او یخچال کې، یو د لښکرګاه په باباجي او څلورم په مارجې ولسوالۍ کې ترسره شوی دی چې ۷ طالب قوماندانان او نهه تنهيې غړي وژل شوي دي.
والي وايي، په وژل شوېو طالب قوماندانانو کې سید امیر احرار، حاجي قاصد، محمد میر شبکه خواجه، مولوي رقیب، مخلص، الغازي او مولوي فکول پهکې وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه، ډېر ژر به دغه عملیات نور هم پراخ شي او هغه سیمې به بېرته ونیول شي چې په تېرو څو کلونو کې د وسلهوالو طالبانو لاسته ورغلي وي.
دغهراز د امنیه قوماندانۍ ویاند دوهم څارن عبدالسلام افغان وايي، په مارجې ولسوالۍ کې د درې مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسلهوال طالبان د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي چې وسلې او مهماتيې هم لهمنځه تللي دي.
وسلهوالو طالبانو پهدې اړه څه نهدي ویلي، خو د دوی د ډلې ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې په مارجې او نادعلي ولسوالۍ کې يې تېره شپه د ماین په چاودنه او یوه کمین کې ګڼ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.