په ننګرهار کې له طالبانو سره نښته کې ۷ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي

د ننګرهار په غني‌خېلو ولسوالۍ کې د افغان سیمه‌ییزو پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په دې نښته کې د ۷ افغان سیمه‌ییزو پولیسو وژنه تأیید کړه.

دی وایي:

"په مارکو کې د غني‌خېلو سړک په سیمه کې د فرش په نوم پوستې باندې ترورېستي برید شوی چې له امله‌یې په پوسته کې اووه سیمه‌ییز پولیس شهیدان شوي، همداراز د امنیتي ځواکونو په ځوابیه ډزو کې ګڼ شمېر ترورېستانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده."

د خوګیاڼي په خبره، پرون د غني‌خېلو ولسوالۍ له مارکو بازاره د ځانمرګي برید لپاره یو چمتو شوی واسکټ او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.