په پاکستان کې د وروستيو خونړيو بريدونو په تړاو چې په لسګونه کسانو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې، پرون ماتم اعلان شوى و.
دا پېښې په داسې حال کې شوي چې د جولاى د ٢٥مې د پارلماني انتخاباتو په درشل کې سياسي جلسې روانې دي.
پاکستاني چارواکو پرون يکشنبه وويل، تېره اوونۍ په انتخاباتو پورې اړوندو درېيو بمي حملو کې تر ١٦٠ زيات کسان وژل شوي او لږ تر لږه ٢٣٠ تنه نور ټپيان شوي چې د سياسي ګوندونو کانديدان هم پهکې شامل دي.
دغه حملې په پېښور، مستونګ او بنو کې شوې دي چې د انتخاباتو په درشل کې يې په پاکستان کې سياسي اندېښنې زياتې دي.
چارواکي وايي، تر ټولو خونړۍ حمله د تېرې جمعې په ورځ د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې وشوه چې يوه ځان وژونکي پر يوې سياسي غونډې په حمله کې لږ تر لږه ١٤٠ کسان ووژل.
تر دې څو ساعته مخکې په بنو کې پر يوې سياسي غونډې بمي حملې ٥ کسان ووژل.
د دغو حملو مسؤليت داعش او د تحريک طالبان پاکستان يوې څانګې ومانه.
بله حمله د تېرې سې شنبې په ورځ په پېښور کې پر يوه سياسي غونډه وشوه چې لږ تر لږه ٢٠ کسان په کې ووژل شول چې تحريک طالبان پاکستان ډلې يې مسؤليت ومانه.