ټرمپ وايي ولادیمير پوتين سره له نننۍ کتنې لږه تمه لري

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر وايي، د روسيې له ولسمشر ولادیمير پوتين سره له نننۍ کتنې لږه تمه لري.

ډونالد ټرمپ له «CBS» ټلوېزيون سره په هغه مرکه کې چې پرون خپره شوه وويل، زه له لږې تمې سره دغې غونډې ته ورځم، نه له زياتو توقعاتو سره.

ښاغلي ټرمپ وويل، له دې غونډې چې په پام کې ده نن د فنلند په پلازمېنه هلسینکي کې وشي، ښايي ځيني ښه نتايج لاس ته ورشي.

ولسمشر ټرمپ ويلي چې په دې کتنه کې به د ١٢ هغو روسي جاسوسانو موضوع مطرح کړي چې د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې په لاسوهنه تورن شوي دي.

خو ولسمشر ټرمپ ويلي چې له خپل روسي سيال څخه‌يې امريکا ته د دغو جاسوسانو د ورسپارلو د غوښتنې په اړه سوچ نه‌دى کړى.

کرملېن د امريکا د ٢٠١٦ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.