ترکيې د ناکامې کودتا د شنډولو د کليزې په مناسبت مراسم ترسره کړل

ترکيې په دغه هېواد کې د ناکامې کودتا د شنډولو د دوهمې کليزې په مناسبت مراسم ترسره کړل.

د ٢٠١٦ میلادي کال د جولاى په ١٥مه، د ولسمشر او حکومت پر ضد د هغې ناکامې کودتا په نتيجه کې ٢٥٠ کسان وژل شوي وو.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان او نورو عالي رتبه چارواکو نن په انقره کې د قران کريم د تلاوت په مراسمو کې برخه واخیسته.

تمه کېږي ولسمشر اردوغان وروسته په انقره او بيا وروسته په استانبول کې خپل ولس ته وينا هم وکړي.