د فاریاب والي وایي چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت اوس ښه شوی

د فاریاب والي وایي چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت اوس ښه شوی دی.

نقیب‌الله فایق دا خبره پرون ازادي راډیو ته وروسته له هغې وکړه چې په فاریاب ولایت کې د نظام‌الدین قیصاري د بندي کېدو په غبرګون غیر مسؤله وسله‌والو لانجې کولې.

د فاریاب والي نقیب‌الله فایق وویل:

"تاسو په ښار کې هېڅ غیر مسئوله وسله‌وال نه‌ګورئ. هغوی خپله په دې نزاکت پوه شوی چې خلک نور نه‌غواړي چې وسله‌وال کسان په ښار کې تګ راتګ وکړي او هر کار چې یې زړه وغواړي ترسره‌یې کړي."

نظام‌الدین قیصاري چې د جنرال دوستم یو نږدې سیمه‌ییز قوماندان و او د قیصار ولسوالۍ امنیه قومانداني یې مخته وړله، د افغان کمانډو ځواکونو له‌خوا د خلکو د شکایتونو پر اساس نیول شوی او کابل ته راوستل شوی دی.

د قیصاري او د هغه د ۱۵ کسانو تر بندیانېدو وروسته یو شمېر خلکو په فاریاب په خاصه توګه میمنې ښار کې مظاهرې وکړې.

تر اوسه پورې د نظام‌الدین قیصاري اته کسان له بنده راخوشې شوي دي.